شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سویډن د افغان میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په پار ٢،۲ میلیونه ډالر مرسته کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره دوه میلیونه او دوه لکه امریکایي ډالر مرسته کړې ده.

په دې مرسته به ١٢٥ زره میندو او ماشومانو ته د دریو میاشتو په مخه مغذي خواړه چمتو شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اپریل ٢٨تمه په یوه بیان کې ویلي،چې له افغانستان سره به د سویډن نوې مرسته د لسګونو زرو میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازې موتینتا چیموکا ويلي،چې سږکال په افغانستان کې ۱۲ لکه میندې په خوارځواکۍ اخته دي او داسې اټکل کېږي،چې ۳،۵ میلیونه ماشومان به په دې ناروغۍ اخته شي.

سویډن له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره تر ۳۰ میلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

- Advertisment -spot_img