پاکستاني رسنیو راپور ورکړی،چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په بهمبر سیمه کې يې د هند یوه څارګره بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د پاکستان امنیتي سرچینو په وینا، دا هندي «کوادکوپتر» ډرون د څارنې فعالیتونو لپاره د پاکستان فضا ته ننوتې وه او د پاکستاني ځواکونو لخوا په نښه او له منځه وړل شوې ده.
د راپور له مخې، دغه بې پیلوټه الوتکه،چې د کشف عملیات یې ترسره کول را غورځول شوې ده.
په پاهلګام کې له ترهګریز برید وروسته د دواړو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی،چې په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې له هند سره د جګړې امکان شته او د پاکستان پوځ له هر ډول احتمالي پوځي اقدام سره د مقابلې لپاره چمتووالی نيولی دی.
د پاکستان له خوا د هند د بې پیلوټه الوتکې غورځولو یو ځل بیا د کشمیر په جنجالي سیمه کې د جګړې د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې، چې دواړه هېوادونه یې ادعا کوي.
هندوستان ټایمز دا راپور هم ورکړی،چې د نریندرا مودي په مشرۍ د دغه هیواد حکومت د پاکستان پر وړاندې د پوځي اقدام پر انتخاب غور کوي.



