په کور د ننه شاوخوا درېيو کلونو کې اقتصادي ستونزو او د خوړو کمښت د ماشومانو او ميندو ترمنځ خوارځواکي زیاته کړې ده.
په خوارځواکۍ د اخته دوو ماشومانو پلار ویلي، د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله نه دی توانېدلی،چې خپل ماشومان په مناسبه توګه تغذیه کړي او د درملنې وس یې هم نه لري.
د ناروغو ماشومانو پلار، سید شاه په دې اړه ويلي: «دا دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي ؛ دوه کاله مې د یوه درملنه کړې او یو کال کېږي چې د بل درملنه کوم. دوی په نورو ناروغیو هم اخته دي. زه له طالبانو او خلکو غواړم،چې د خپلو بچیانو په درملنه کې راسره مرسته وکړي.»
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي،چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې څه باندې یو میلیون او ۵۲۷ زره پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او شیدې ورکوونکو میندو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړې دي.
يادې ادارې زیاته کړې،چې په همدې موده کې یې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۲۴۶ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د درملنې ځانګړو پروګرامونو ته ورپېژندلي دي.
یونیسف په خپل تازه راپور کې ويلي: «په دې موده کې ۱،۵۲۷،۴۵۶ کسانو د تغذیې له حیاتي خدماتو ګټه پورته کړې،چې ۵۵۴،۷۸۳ نجونې، ۴۶۷،۰۲۵ هلکان او ۵۰۵،۶۴۸ امېدواره او شیدې ورکوونکې ښځې په کې شاملې وې.
۲۴۶،۶۸۸ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او د منځنۍ کچې حاد خوارځواکۍ سره مخ دي«۱۳۳،۹۳۷ نجونې او ۱۱۲،۷۵۱ هلکان»د هدفمند اضافي تغذیې پروګرام ته ورپېژندل شوي، چې د کلنۍ موخې ۱۴سلنه جوړوي.
پر دې سربېره، ۱۹۹،۸۸۴ اميدواره او شیدې ورکوونکو ښځو هم د دغه پروګرام له لارې خدمتونه ترلاسه کړي، چې د کلنۍ موخې ۲۵ سلنه جوړوي.»
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و،چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې به په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي.
د خوړو د نړيوال پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې ۱.۲ میلیون امیدواره او شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ کړېږي او بېړنۍ درملنې او خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.



