د کونړ ولایت بزګران وايي کروندې یې ښه حاصل نه ورکوي، چې لامل یې اصلاح شوي تخمونو او کیمياوي سرې نشتوالی په ګوته کوي.
کونړ د افغانستان يو له هغو غرنيو ولايتونو دی، چې د خپل حاصل خیز اقلیم له امله د کرنې لپاره مناسب چاپېریال لري؛ خو بيا يې هم سږ کال په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
په دې اړه د کونړ بزګرانو ويلي، اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله يې کروندې ښه حاصل نه ورکوي او حاصلاتو کې یې د پام وړ کموالی راغلی.
ورته مهال د دغه ولايت د طالبانو د کرنې ریاست مسئولین د بزګرانو یاده ستونزه مني او د حل ډاډ یې ورکړی دی.
د کونړ ولایت کرنې ریاست رییس مولوي محمد سرور ويلي: «موږ له همکارو موسسو سره غونډه کړې؛ ترڅو مرستې په خپل وخت بزګرانو ته ورکړي او همدارنګه موږ بزګرانو ته ډاډ ورکوو، چې د تخمونو کمښت ستونزې ته به هم ژر رسېدنه وشي ان شاء الله دوی دې ډاډه اوسې».
د کرنې برخې شنونکي وايي که حکومت یا مرستندویه ادارې بزګراتو ته معیاري تخمونه، سرې او روزنيز اسانتیاوې برابرې کړي،نه یواځې داچې د بزګرانو اقتصادي وضیعت به ښه شي،بلکې د ا چاره به د خوراکي توکو د وارداتو کچه د پام وړ را کمه کړي او د ځان بسیاينې پر لور به یو مثبت ګام وي.



