د یمن ځايي چارواکو ويلي، چې د یاد هېواد په صعده ښار کې د امریکايي ځواکونو د بمبارۍ له امله ۶۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.
برید په صعده ښار کې د افریقايي هېوادونو د کډوالو پر یوه توقیف ځای شوی دی.
حوثیانو پورې تړلی المسیره ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي،چې په دې توقیف ځای کې ۱۱۵ بندیان وو چې ۶۸ یې، په برید کې وژل شوي دي.
برید کې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، خو د يو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د یمن رسمي سبا اژانس د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په وینا یې، د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلې دي.
د امریکا د پوځ له لوري په سمدستي د یاد برید په اړه تراوسه تبصره نه ده شوې. امریکا له دې برید وړاندې د یمن په پلازمېنه صنعا کې هم برید کړی و، چې په کې اته کسان وژل شوي وو.
پر یمن د امریکا وروستیو بریدونو کې تر دې مهاله ۲۲۸ کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو راهیسې یمن کې د حوثي ډلې پر مرکزونو او سیمو د امریکا هوايي بریدونو زور اخیستلی دی.
ټرمپ له دې وړاندې ویلي و چې د یادې ډلې د عایداتي سرچینو او کمزوري کولو لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.



