د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد يونس اخندزاده د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.
د ياد وزارت خبرپاڼې کې راغلي، چې اوتونبايوا له ليده کاته وروسته ويلي، چې دوی به افغانستان ته د راستنو شويو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتيا ساتنې او نورو برخو کې خپلې مرستې جاري ساتي.
هغې ویلي چې دوی به افغانستان ته د راستانه شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او داسې نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي او د مرستو د دوام خبره یې وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې ویلي: «موږ د یوناما دفتر د دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو،چې په سختو حالاتو کې یې خپلې مرستې رسولې او جاري ساتلې دي او موږ به ډېر ژر د بېرته راستنو شويو کډوالو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو رسولو شبکو د جوړولو کارونه پیل کړو.»
د ياد وزارت سرپرست د یوناما له مشرې غوښتي چې د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او عامالمنفعه پروژو ته هم پاملرنه وکړي.
هغه ویلي چې ملګري ملتونه باید خپل کارونه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي،تر څو مسئولیت په ښه شکل ادا شوی وي او هم ټولو خلکو ته د متوازن انکشاف له مخې کار وشي.



