چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیه: د اوکرین جګړه کې د شمالي کوریا سرتېري زموږ پر ګټه جنګېږي

روسیې د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا سرتېري د دې هېواد پر ګټه جنګېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې په کورسک سیمه کې د اوکراییني سرتېرو پر وړاندې جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو “د پام وړ ګډون” څخه مننه کړې ده.

د اعلامیې له خپروېدو څو ساعته وروسته پیونګ یانګ هم تایید کړه چې د کوریا د مشر کیم جون اون په امر يې یو شمېر سرتېري روسیې ته استولي دي.

د روسیې لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یو راپور کې ویلي، د شمالي کوریا سرتیرو د کورسک په “ازادولو” کې مهم رول درلوده.

د روسيې او شمالي کوریا چارواکو دا څرګندونې د اوکراییني او غربي چارواکو د هغوو راپورونو تاییدول دي چې ویلي وو، روسیې د اوکرایین د جګړي لپاره د شمالي کوریا سرتېري استخدام کړي دي.

له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو، د اوکراین په جګړه کې له ۱۱ زرو ډیرو د شمالي کوریا سرتېرو ګډون کړی،چې درانه تلفات ورته اوښتي دي.

له دې راپورونو سره هممهاله، پیونګ یانګ ویلي، روسیې ته نوي وسلې او نور سرتېري لېږي.

- Advertisment -spot_img