جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کابل-تهران تر منځ بندیان تبادله شوي

پرون د نیمروز ولایت په «مېلک» سیمه کې له ایران سره په پوله د افغان او ایراني بندیانو تبادله شوې، چې ۱۹۹ افغان بندیان طالبانو او دوه ایرانیان د ایران حکومت ته سپارل شوي دي.

د راپورونو له مخې چې دا نږدې ۲۰۰ افغان بندیان د تهران، سیستان او بلوچستان او اصفهان په زندانونو کې ساتل شوي وو،چې تازه د طالبانو سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.

د طالبانو او ایراني چارواکو له دې مخکې هم د لسګونه بندیانو تبادله کړې ده.

په دوی کې  ډېر داسې افغان بندیان هم وو چې کلونه د ایران په بېلابېلو بندخونو کې ساتل کېدل.

څه موده مخکې طالبانو په ایران کې د ځینو اعدام‌ شویو افغانانو په غبرګون کې له ایراني حکومته غوښتي وو، چې د هغه هېواد په بندخونو کې د شته افغان بندیانو د ورسپارلو لپاره باید ورسره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ویلو ده، چې د ایران حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې هلته د اعدام سزا زیاته کړې، چې په دې لړ کې لسګونه افغان بندیان هم اعدام شوي دي.

- Advertisment -spot_img