طالبانو د غويي د اوومې او اتمې په مناسبت اعلامیه خپره کړې،چې په کې ويل شوي، دوی خپلې موخې ته رسېدلي او «شرعي نظام» باید په کلکه وساتل شي.
طالبانو تېره ورځ د غویي پر۷مه، په یوه اعلامیه کې د غويي د اوومې کودتا غندلې او د دې میاشتې د اتمې هرکلی یې کړی،چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د حکومت د نسکوریدو لامل شوه.
طالبانو ادعا کړې چې دا ډله اوس د شرعي نظام د رامنځته کولو او ګډوډۍ د پای ته رسولو په برخه کې خپلې موخې ته رسېدلې ده.
يادې ډلې ټینګار کړی،چې « د سوچه اسلامي نظام» د پلي کولو لپاره باید هڅې وشي او کلکه ساتنه ترې وشي.
طالبان په داسې حال کې د خپل رژيم پر ساتنې ټينګار کړی، د خلکو په وینا، دا ډله کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او د هېوادوالو بنسټيز حقونه یې نقض کړي دي.



