شنبه, نوومبر 15, 2025
شنبه, نوومبر 15, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روانه مياشت کې له پاکستانه نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي؛چې د روان کال د اپریل له څلورمې تر اوسه له پاکستانه افغانستان ته نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال ستانه شوي دي.

دغه سازمان پر خواله شبکې اېکس لیکلي چې دا شمېر کډوال د دغه بنسټ له خوا ثبت شوي دي.

د نوموړي سازمان په خبره، دا بنسټ له خپلو بشردوستانه شریکانو سره شپه او ورځ بېړنۍ مرستې او خدمات وړاندې کوي، خو اړتیاوې په چټکۍ په ډېرېدو دي او ډېرو نورو سرچینو ته اړتیا ده.

نن د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې پرون له پاکستان څخه هېواد ته ۵۷۲ افغانې کورنۍ راستنې شوې دي.

پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي وو،چې د اپریل له پیله تر اوسه له پاکستانه نږدې ۱۲۰ زره افغانان راستانه شوي دي.

- Advertisment -spot_img