ایراني او امریکایي استازي به نن یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ استازی سټیف ویتکوف به د عمان په پلازمېنه مسقط کې په غیر مستقیم ډول دا خبرې مخته یوسي.
دا ځل دغه پلاویو د ایتالیا په پلازمېنه روم کې خبرې کړې او له هغې یوه اوونۍ مخکې د ایران د اټومي وسلو په اړه د دواړو لوریو تر منځ مسقط کې خبرې شوې وې.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې هیله ښکاره کړې،چې له ایران سره به یوې موافقې ته ورسیږي، خو دا ګواښ یې بیا تکرار کړ، که ډیپلوماسي ناکامه شوه، پوځي انتخاب پر خپل ځای دي او دوی به له دې لارې مخکې لاړ شي.



