چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا خپل وګړي کشمیر ته له سفر کولو منع کړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي، چې د جمو او کشمیر سیمې ته سفر ونه کړي.


د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله‌والو لخوا د ۲۶ سیلانیانو له وژل کېدو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت نن(پنجشنبه، د غویي ۴مه) له خپلو وګړو غوښتي، چې هند د جمو او کشمیر سیمې ته سفرونه کړي.


امریکايي وګړو ته د سفر نه کولو امر په داسې حال کې شوی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر «جي ډي وینس»، مېرمن او درې اولادونه یې هند ته په څلور ورځني سفر تللي دي.


د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې وسله‌والو د ګرځندویانو په یو مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.

د هند حکومت په بیان کې دا هم ویل شوي، چې په دغه هېواد کې د پاکستان سفارت یوه اوونۍ نور وخت لري او له هغې وروسته به له هند څخه وځي.

باید وویل شي، چې د دې برید له امله د هند حکومت له پاکستان سره ځمکنۍ پولې تړلې؛ ډيپوماټيکې اړیکې یې محدودې کړې او د پاکستان وګړو سربېره یې له ډيپلوماټانو غوښتي، چې له دغه هېواده ووځي.

- Advertisment -spot_img