- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

شریف: پر سعودي د حوثیانو بریدونه بزدلانه دي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان پر ملکي او انرژۍ تاسیساتو د حوثیانو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او له سعودي عربستان، د دغه هېواد له مشرۍ او ولس سره یې د خپل هېواد پر ټینګې همکارۍ ټینګار کړی دی.

شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ، د سپټمبر پر ۸مه، دغه بریدونه «بزدلانه» بللي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

پاکستان د سعودي عربستان له دودیزو متحدانو څخه دی او له ترکیې سره یوځای د مکې د امنیتي تړون له درېیو غړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

- Advertisment -spot_img