افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د روانو نښتو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه. یوناما خبرداری ورکړی چې دغه جګړې په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی. یوناما په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۲مې پورې یې ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي، چې په کې ۴۲ مړه او ۱۰۴ ټپیان شامل دي. د دوی په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. دغه تلفات په پکتیا، پکتیکا، ننگرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې د دواړو لورو د درنو وسلو د ډزو او په ځینو سیمو کې د هوایي بریدونو له امله اوښتي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا په وینا، شاوخوا ۱۶۴۰۰ کورنۍ د جګړو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوې دي. د دوی په خبره، په تورخم کې یو بیړنی روغتون او د کډوالۍ نړیوال سازمان یو ټرانزیټي مرکز هم په نښتو کې زیانمن شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام خپل فعالیتونه درولي، چې له امله یې ۱۶۰ زره کسان له خوراکي مرستو بې برخې شوي دي. یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو په رڼا کې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي. دغه بنسټ زیاته کړې چې د فرضي کرښو سیمو کې د تګ راتګ محدودیتونو د مرستندویه ادارو کار له خنډ سره مخ کړی او په ځانګړې توګه یې له پاکستان څخه پر راستنېدونکو افغانانو بد اغېز کړی دی.



