د افغانستان ولسي جرګې پخوانی غړی عارف رحماني وايي، د پاکستان وروستي بریدونه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې پر سټراټیژیکو زېرمو او مهماتو شوي، ښيي چې اسلام اباد د طالب چارواکو د فزیکي حذف نیت نه لري، بلکې هدف یې یواځې د هغوی “تادیب” دی. عارف رحماني په خپله تازه شننه کې ویلي چې د طالبانو د مهماتو پر انبارونو او سټراټیژیکو زېرمو وروستي بریدونه د یوې پراخې راهبردۍ برخه ده. د نوموړي په وینا، دا بریدونه یواځې د دې لپاره دي چې طالبان بې وسلې (خلع سلاح) کړي او هغوی ته د خپلو وروستیو خپلواکو سیاستونو سزا ورکړي. نوموړی وايي؛ په دغو بریدونو کې د طالبانو د کوم لوړپوړي چارواکي د وژلو هڅه نه ده شوې، چې دا د پاکستان د “فرزندخوانده” سیاست ښکاره ثبوت دی. دده په وينا، بریدونه تر ډېره پر هغو ځایونو تمرکز لري چې ولسي خلکو ته پکې زیان رسېږي او یا د یادې ډلې پوځي زېرمې له منځه ځي. رحماني وايي؛ اسلام اباد هڅه کوي چې د فزیکي حذف پر ځای، د فشار له لارې طالبان بېرته د خپلو ګټو اطاعت ته اړ کړي.



