وټساپ د کاروونکو د امنیت د لا ښه کولو لپاره د «سټریکټ اکاونټ سیټینګ» (Strict Account Settings) په نوم یو نوی فیچر معرفي کړی دی. د وټساپ په وینا، دا فیچر په ځانګړي ډول د هغو کاروونکو لپاره جوړ شوی چې له سایبري بریدونو، جاسوسي سافټویر (سپایوېیر) او ډیجیټلي څارنې له ګواښونو سره مخامخ وي. کله چې دا فیچر فعال شي، د کاروونکي پر حساب (اکاونټ) به په اوتومات ډول تر ټولو سخت د محرمیت کنټرولونه عملي شي، چې له مخې به یې د ناپېژندل شوو اړیکو (کانټاکټونو) له لوري لېږل شوي اټېچمنټونه او میډیا فایلونه بندېږي. کمپنۍ وايي، دا فیچر په ځانګړي ډول د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او عامه څېرو لپاره جوړ شوی، ځکه هغوی د سایبري بریدونو له لوړ خطر سره مخامخ وي. د «سټریکټ اکاونټ سیټینګ» له فعالېدو سره به د کاروونکي حساب د لاکډاون حالت ته ولاړ شي، چې په کې به ځینې ځانګړي فیچرونه محدود شي تر څو امنیت ډاډمن شي. کاروونکي کولای شي دا فیچر د Settings > Privacy > Advanced له لارې فعال کړي. د وټساپ پر وینا، د دې فیچر خپرول (رولاوټ) پیل شوي او په راتلونکو اوونیو کې به ټولو کاروونکو ته ورسېږي.



