د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) استازي «سټیفن نګینزي» د نوي زېږدیز کال په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه افغانانو ته د مبارکۍ پیغام خپور کړی او ورسره یې یوه لنډه ویډیو هم شریکه کړې ده. نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د افغانستان خلکو د زړورتیا، حوصلې او نه ستړې کېدونکو هڅو کال و. هغه زیاته کړې چې افغانان، سره له ډېرو ستونزو، لا هم په مېړانه او ټینګې ارادې سره خپل ژوند بېرته رغوي. سټیفن نګینزي ویلي:« موږ ۲۰۲۵ کال د افغانستان د هغو خلکو په درناوي او مننې پای ته رسوو، چې لا هم په زړورتیا او هوډ سره خپل ژوند بیا جوړوي. دا زما لپاره ویاړ دی چې له دوی سره ددې سفر ملګری یم.» د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د افغانستان استازي همدارنګه ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې نوی کال دې د خیر، برکت او لا ډېرو فرصتونو کال وي. نوموړي په خپل پیغام کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې UNDP به د افغانانو ترڅنګ د ژوند د ښه کېدو او دوامداره پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان لا هم له اقتصادي، بشري او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، خو د ملګرو ملتونو د چارواکو پر وینا، د خلکو زړورتیا او د ژوند د بیا رغولو اراده د راتلونکي لپاره د هیلې مهمه سرچینه بلل کېږي.



