دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني افغانستان ته په جرمونو د ککړو کډوالو د اېستلو لړۍ تنظميوي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت ویلي، له دغه هېواده ” په جرمونو د ککړو” افغان کډوالو د اخراج لپاره د طالبانو له استازو سره تخنیکي خبرې روانې دي. جرمني رسنیو د ښاغلي دوبرېنت په حواله ویلي، دوی غواړي د دغو خبرو اترو له لارې داسې پړاو ته ورسېږي، چې د یوه نظم له مخې د اخراج بهیر مخته بوځي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د مسئولينو او د طالب استازو ترمنځ دغه تخنیکي خبرې د قطر پلازمېنه دوحه کې روانې دي. که څه هم ځینې ناتائید شوي راپورونه خپاره شوي، چې جرمني ډیپلوماتان غواړي په همدې موخه کابل ته هم سفر وکړي، خو دویچ ویلې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر جان وادفول په حواله ویلي، کابل ته د پلاوي سفر اړین نه بولي. جرمني په تېره جولای میاشت کې ۸۱ افغانان کابل ته ډیپورت کړل، چې د دوی په ټکو جرمي دوسیې یې درلودې. له هغه وروسته دغه هېواد په برلین او بُن کې د طالبانو دوه ډيپلوماتان هم ومنل.

- Advertisment -spot_img