د رومانیا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د روسیې یوې ډرون د دوی هوايي حریم نقض کړی دی. دا له تېرو څو ورځو کې راهیسې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو لخوا د ناټو له هوايي حریم څخه دویمه سرغړونه ده او د رومانیا د دفاع وزارت یې فضا ته د دوو جنګي جېټ الوځولو ته اړ کړی دی. د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې ډرون د رومانیا خاورې ته ۱۰ کیلومتره ننوتلې وه او له رادار څخه د ورکېدو ترمخه یې د ناټو پر هوايي حریم شاوخوا ۵۰ دقیقې فعالیت درلود. رومانیایي چارواکو ټینګار کړی، چې ډرون احتمالاً پر اوکراین د روسیې د یو پراخ برید په موخه را استول شوې وه، خو د رومانیا زېربنا ته يې هېڅ زیان نه دی رسېدلی. دا پېښه په پولنډ کې له ورته سرغړونې څخه یوازې څو ورځې وروسته شوې ده. د سپتمبر په ۹مه، له ۱۹ څخه تر ۲۲ پورې روسۍ ډرون د پولنډ هوايي حریم ته ننوتې وې، چې له امله یې پولنډي پولیس په موقت ډول هوايي ډګر تړلی و. دې پېښې د ناټو د غړو هیوادونو پراخې نیوکې راپارولې دي او د اوکراین ولسمشر دا «تر ناټو پورې د جګړې غځول» بللي وو.



