یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کانګو کې د کښتیو د چپه‌کېدو خونړۍ پېښې؛ نږدې ۲۰۰ کسانو ژوند بایللی

په کانګو کې د دوو کښتیو د چپه‌کېدو له امله ۱۹۳ کسان مړه او لسګونه نور لادرکه شوي دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې دا دوې مسافر وړونکې کښتۍ تېره چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې ډوبې شوې دي. په راپورونو کې ویل شوي، چې په لومړۍ کښتۍ کې ۱۰۷ کسان مړه او ۲۰۹ نور ژغورل شوي دي. ویل کېږي په دې کښتۍ کې ټول ۵۰۰ کسان وو، چې د ډوبېدو له امله ۱۴۶ نور لادرکه شوي دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې دویمه کښتۍ تر هغې یوه ورځ مخکې ډوبه شوې چې له امله یې د ۸۶ کسانو ژوند بایللی دی. له دې مخکې هم په بېلابېلو سیمو کې د کښتیو د ډوبېدو له امله سلګونه کسانو ژوند بایللی دی. د ویلو ده چې په دغو کښتیو کې ډېری هغه کسان ژوند له لاسه ورکوي چې په غیرقانوني لارو اروپايي هېوادونو ته ځي او هلته خپل ژوند جوړوي. په دغو پېښو ډېری کله د منځنۍ آسیا د هېوادونو وګړي هم ژوند له لاسه ورکوي.

- Advertisment -spot_img