پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له کندهار څخه هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوي

کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره له کندهار څخه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوې دي. د یاد ریاست د نبات ژغورنې مدیریت مسئولينو وایي چې دغه صادرات د کرنې ریاست او د سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي. د کرنې ریاست ویاند، انجنیر محمدحنیف حقمل وايي: «دغه مڼې د غزني او میدان وردګ ولایتونو څخه راټول شوي او د کندهار له لارې د ایران د چابهار بندر په واسطه هند ته صادر شوي دي.» هغه زیاته کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو خرابوالي له امله د واګه بندر د سوداګرۍ لپاره تړل شوی او له همدې امله د صادراتو لپاره بدیلې لارې کارول کېږي. د چارواکو په وینا، د مڼې دا صادرات به په راتلونکې کې نور هم پراخ شي او له همدې لارې به د افغانستان نور کرنیز محصولات هم هند او نورو نړیوالو بازارونو ته صادر شي. په ورته مهال، د تازه مېوو یوشمېر سوداګر دغه نوښت د افغانستان د بڼوالو او کروندګرو لپاره ارزښتناک بولي. سوداګر حاجي محمدویس په دې اړه وايي: «که دولت د صادراتو بهیر ته پراختیا ورکړي، نو بڼوال به ښه اقتصادي وضعیت ترلاسه کړي.» یادونه ده چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت مقام، کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو په ګډو هڅو سره د ۱۰۰ ټُنه وچو انځرو صادرات هند ته شوي وو.

- Advertisment -spot_img