نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د یمن پر پلازمېنه صنعا د اسرائیلو په هوایي برید کې د حوثیانو حکومت د لومړي وزیر «احمد غالب الرهوي» په ګډون څو وزیران وژل شوي دي. په راپورونو کې د حوثيانو د عالي سیاسي شورا د مشر په حواله ویل شوي چې په لومړي ځل په دومره لوړه کچه چارواکي وژل کېږي. د راپورونو له مخې د شنبې ورځې په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي. احمد غالب الرهوي یو کال مخکې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و، او تازه یې ځایناستی د «محمد مفتاح» هغه کس شوی چې پخوا د رښتیني رهبر په توګه د هغه مرستیال و. د یمن پر پلازمېنه صنعا د اسرائیلو دغه برید پراخ نړیوال غبرګونونه هم پارولي او یو شمېر هېوادونو پر اسرائیلو د فشار راوړلو غوښتنې تکرار کړې دي. د ویلو ده چې اسرائیلو دا مهال په غزه کې هم خپله جګړه پراخه کړې او هلته یې جګړهییزې سیمې اعلان کړې دي. په ورته وخت کې د یمن حوثیانو ټینګار کړی چې لا به هم د غزې له ملاتړ څخه لاس وانخلي.



