په کندهار ولایت کې د «څراغ» په نوم یوې نوې سیمهییزې راډیو خپرونې پیل کړې. د یادې راډیو مسئول حیاتخان همت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې په دې راډیو کې به سیاسي، خبري، اسلامي، فرهنګي او تعلیمي خپرونې وړاندې کېږي. ښاغلي همت زیاته کړې، هڅه به وکړي د مسلکي کسانو پر مټ باکیفیته او معیاري خپرونې ولري. د کندهار فرهنګپال ظاهرجان څرک هم ویلي، راډیو په ټولنه کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه تر ډېره په کورونو کې اورېدل کېږي نو باید دا نوې راډیو هم د خلکو په منځ کې خپل ځای پیدا کړي. ورته مهال، کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عابد اغا د څراغ راډیو پرانیسته یو مثبت ګام وباله او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ. هغه ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو ملاتړ کوي او پر وینا یې، ازادې رسنۍ کولای شي د طالبانو د اصولو په چوکاټ کې فعالیت وکړي څو د ټولنې لپاره ګټورې ثابتې شي. د یادونې ده، دا مهال په کندهار ولایت کې ۱۲ خصوصي رسنۍ فعالیت لري.



