د خوست له ملکي روغتون څخه سرچینې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په تېرو ۱۴ ورځو کې د ځان وژنې ۴۳ پېښې ثبت شوې دي. سرچینو ویلي، چې یادې پېښې بېلا بېل لاملونه لري، خو اکثریت پېښې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او روحي فشارونو له امله رامنځته شوي دي. سرچینې کاږي، چې په یادو ۴۳ ثبت شویو پېښو کې یې ځینې کسان د ډاکټرانو لخوا ژغورل شوي هم دي. د سرچینو په خبره، په یاد ولایت کې د طالبانو د حکومت لخوا د ځان وژنو د پېښو په رسنیز کېدو او ښکاره جنازه اخیستو بندیز لګېدلی دی. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په کور دننه د ځان وژنو، غلاوو او ماشوم تښتونې پېښې زیاتې شوي، چې په مخنیوي کې یې د طالبانو حکومت هم پاتې راغلی دی.



