د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ م کال د فوټبال نړيوال جام پچهاچونه به د روان کال په ډسمبر میاشت کې په واشنګټن کې ترسره شي. د فرانسې اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فوټبال نړيوال فدراسیون له رییس جیاني اینفانتینو سره په لیدنه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ م کال د فوټبال نړيوال جام پچهاچونه به د روان کال د ډسمبر په ۵مه په واشنګټن کې د «جان اېف کنډي» نمایشي هنرونو په مرکز کې ترسره شي. هغه یاده پېښه د ورزش تاریخ یوه له لویو او مهمو پېښو څخه بللې ده. ټرمپ زیاته کړه چې امکان لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۶ م کال په نړيوال جام کې ګډون وکړي. نوموړي هغه انځور ته په اشاره چې پر وینا یې پوتین تېره اوونۍ په الاسکا کې له غونډې وروسته ورته لېږلی ویلي: «ډېر یې زړه غواړي هلته و اوسي، خو هر څه د اوکراین د سولې هڅو پایلو پورې تړلي دي.» د امریکا ولسمشر د ځینو هېوادونو له نومونو اخیستو پرته ویلي، چې د ځینو هېوادونو د نندارچیانو شتون به په یادو لوبو کې په طبیعي ډول ډېر ستونزمن وي.» د ویلو ده، د ۲۰۲۶ م فوټبال نړيوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربهتوب لومړنۍ دوره وي چې د ۴۸ لوبډلو په ګډون به ۱۰۴ لوبې پهکې ترسره شي. کاناډا به د ۱۳ لوبو کوربه وي، چې ۱۰ لوبې یې په ډلهییزه مرحله کې د ټورنټو او ونکوور ترمنځ وېشل شوې. مکسیکو کې هم ۱۳ لوبې ترسره کېږي، چې ۱۰ لوبې به یې په ډلهییزه مرحله کې په مکسیکو سیټي، ګواداخارا او مونتري کې ترسره شي. د راپورونو له مخې، پاتې لوبې د امریکا په ۱۱ ښارونو کې ترسره کېږي او فیفا له اوس څخه په میامي او نیویارک کې د ټرمپ برج کې د میداني دفترونو په پرانیستو د دغو سیالیو لپاره چې په څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، خپل چمتووالی پيل کړی دی. ارجنټیان د یادو سیالیو د اتلولۍ د مدافع په توګه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.



