دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین غواړي روان کال د کانونو د استخراج عملي چارې پيل کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چین د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ يي» سره د مولوي امیرخان متقي د کتنې خبر ورکړی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ په گڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې شوې او امیرخان متقي، چې د افغانستان ښه سوداګریز شریک بللی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کلني ډول به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي. مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې همدا راز د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ټرانسپورتي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې وړاندیزونه کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د‌ چين د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر وده بللې او په وینا یې، د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې کار کوي ترڅو چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي. نوموړي همدا راز ویلي، هېواد يې لېواله دی چې د کمربند او لارې ستره پروژه کې افغانستان رسما ورگډ شي او د کانونو د شونتياوو څېړنې او استخراج برخو کې د افغانستان اړوندو ادارو سره همکارۍ لا زياتې کړي. د چين د بهرنيو چارو وزير دا هم ویلي چې هېواد یې غواړي روان کال کې د کانونو د استخراج عملي چارې پيل کړي.

- Advertisment -spot_img