دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

شمالي‌کوریا د اټومي وسلو د پراختیا غوښتنه کړې

د شمالي‌‌کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي چې هېواد یې باید په چټک ډول خپلې اټومي وسلې پراخې کړي او د امریکا او سوېلي‌‌کوریا ګډ پوځي تمرینات یې «د جګړې لپاره د راپارولو ښکاره هڅه» بللې ده. د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ KCNA  نن سه‌‌شنبه، اګسټ ۱۹مه، راپور ورکړی چې کیم جونګ اون ویلي، د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د ده په وینا، د واشنګټن او سیول ګډ اقدامات د پیونګ‌یانګ لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي. هغه زیاته کړې، چې د امریکا او سوېلي‌کوریا پوځي مانورونه یوازې عادي تمرینات نه دي، بلکې د جګړې د تیاري او د شمالي‌کوریا د له‌منځه وړو د ستراتیژۍ څرګندونه کوي. سوېلي‌کوریا او متحده ایالاتو همدا اوونۍ نوي ګډ پوځي تمرینات پیل کړي، چې د لوړېدونکو اټومي ګواښونو پر وړاندې د ګډ غبرګون د پیاوړتیا لپاره طرحه شوي دي. په دغو تمریناتو کې د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو پرمختللي عملیات شامل دي. شنونکي وايي، د شمالي‌کوریا د مشر وروستۍ څرګندونې ښيي، چې پیونګ‌یانګ غواړي د خپلو اټومي وړتیاوو د پراختیا له لارې پر سیمه فشار زیات کړي او په احتمالي خبرواترو کې له دې د امتیاز اخیستلو وسیله جوړه کړي.

- Advertisment -spot_img