د افغانستان د تکواندو فدراسیون خبر ورکړی، چې د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیمالرحمن رحماني د تکواندو نړيوالو ازادو سیالیو کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې تر لاسه کړی. د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیمالرحمن رحماني په ۴۸ کیلوګرام وزن کې د تکواندو نړيوالو ازادو سیالیو کې خپلو قزاقستاني او اماراتي سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال اخیستو ترڅنګ یې دویم مقام ترلاسه کړ. د تکواندو نړيوالې ازادې سیالۍ د اګسټ په ۱۴مه د قزاقستان په کوربتوب پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې، چې له افغانستانه ۱۳ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو او لویانو کټګوریو کې ګډون کړی و. د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې بل لوبغاړي حمکتالله زین خپل عربستاني او قرغیزستاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه.



