نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د یونان د پاتراس ښار په لوېدیځ کې ځنګلي اورلګېدنه د پراخېدو پر حال کې ده او زرګونه کسان د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، چې دا ځنګلي اور لا هم نه دی مهار شوی او شېبه په شېبه د پراخېدو په حال کې دی. ویل کېږي، چې دا مهال شاوخوا ۵ زره اور وژونکي او ۳۳ الوتکې د اورلګېدنې د مخنیوي هڅې کوي. د یونان په بېلا بېلو سیمو کې دا ځنګلي اور پرون لګېدلی او نن چهارشنبې د یاد هېواد ساحلونو ته د پراخېدو په حال کې دی. د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې دا هم ویل شوي، چې د دې اورلګېدنې له امله په بېلا بېلو سیمو کې د تودوخې درجه لوړه شوې او لسګونه کسان د زیاتو لوګیو له امله روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د ویلو ده، چې په نړۍ کې دا ډول اورلګېدنې تر ډېره د اقلیمي بدلون او لنډمهاله چټکو بادونو د پېښېدو له امله رامنځته کېږي.



