پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس چارواکي تهران ته ځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تهران ته د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی،چې له یاد پلاوي سره به د ایران اټومي تاسیساتو په اړه خبرې وکړي. ښاغلي عراقچي زیاته کړې، د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د پلاوي سفر کې اټومي مرکزونو ته د ورتګ پلان نشته. پر ایران د اسرائیلو تر بریدونو وروسته ایراني چارواکو په یاد اژانس تور پورې کړ، چې د دوی له لوري خپاره شویو ناسمو راپورونو د اسرائیلو بریدونو ته لاره هواره کړه او یاد بنسټ سره یې هر ډول همکاري وځنډوله. له جګړې وروسته د ایران ولسمشر هغه پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې یې د یاد اژانس څارونکي د ایران ملي امنیت شورا له رسمي اجازې پرته نه شي کولای اټومي ځایونو ته د څار په موخه ولاړ شي. د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس څار برخې کسان له دې پرېکړې راهیسې د ایران اټومي تاسیساتو ته نه دي ورغلي، خو ټینګار لري، چې په دې اړه یې پلټنې لومړیتوب لري.

- Advertisment -spot_img