د استرالیا صدراعظم انتوني البانېز اعلان کړی، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې په سپتمبر میاشت کې به ترسره شي د فلسطین دولت په رسمي توګه پېژني. د نیوزیلنډ چارواکو هم ویلي، چې په همدې غونډه کې به د فلسطین د رسمي پېژندنې ملاتړ وکړي. البانېز په کانبرا کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د فلسطین په رسمیت پېژندنه به د ځینو شرطونو تر پوره کېدو پورې تړلې وي، لکه د حماس نه ګډون، د غزې بېوسلې کول او د آزادو ټاکنو زمینې برابرول. هغه ټینګار کړی، چې د “دوهدولتي” حل لاره د منځني ختیځ د تاوتریخوالي د ماتولو او د غزې کړاوونو ته د پای ته رسولو له ټولو غوره هیله ده. د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر ونسټن پېټرس ویلي، چې هېواد یې د فلسطین د پېژندلو په اړه اخلاقي او ستراتیژیک دلایل ارزوي او تمه ده، دا پرېکړه د سپټمبر په غونډه کې عملي شي. دا ګام د فلسطین په اړه د نړیوالو دریځونو د بدلون یوه مهمه نښه ده. له دې وړاندې ځینې هېوادونو لکه فرانسې، برېتانیا او کاناډا هم د فلسطین د پېژندنې موضوع مطرح کړې وه. د اسرائیلو چارواکو بیا دا کار “ترهګرۍ ته د انعام ورکولو” سره تشبیه کړی دی.



