جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سټفاني لوز: ډېری ستانه شوي افغان کډوال د سرپناوو له نشتون کړېږي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام رئیسه سټفاني لوز خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ډېری راستنېدونکي د ژوند کولو لپاره ځای نه لري. نوموړې په جینوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستانه میلیونونه کسان په زور یا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي، خو له راستنېدو وروسته اصلي ننګونه د هغو کسانو بیا ادغام دی، چې خپل کورونه، شتمني او هیله یې له لاسه ورکړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام رئیسې سټفالي ویلي چې ۶۰ سلنه راستنېدونکي له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري او ډېری یې په افغانستان کې هېڅ ټولنیزې اړیکې یا د ملاتړ شبکه نه لري، چې دا موضوع یې د منفي مقابله ‌یي لارو چارو د کارولو پر وړاندې زیانمنونکي کوي. هغې د مناسبو کورونو د برابرولو، لومړنیو خدمتونو لکه اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي او د پایېدونکو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ، څو دا کسان وکړای شي په عزت سره ژوند وکړي او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام رئیسې ټینګار وکړ، چې دا بشري ناورین له ځایي شرایطو سره سم یوې منسجمې او جوړښتي کړنلارې ته اړتیا لري او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ م کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستانه څلور میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې له دې ډلې یوازې په ۲۰۲۵ م کال کې له یو میلیونه زیات کسان افغانستان ته راغلي دي.

- Advertisment -spot_img