پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو دوامدار فشارونه او محدودیتونه؛ د سينګاروونکو مېرمنو د کار وروستي فرصتونه تړل کېږي

د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې ځینې سینګاروونکې مېرمنې او نجونې له کور په کور تلاشۍ اندېښنه ښکاره کړې، چې د کار روزګار د بندېدو او نیول کېدو له وېرې سره مخ دي. هغوی ټینګار کوي، چې د طالبانو د سیاست او توپک ترمنځ د بې‌پرې طبقې په توګه تل قرباني شوې او اوس هم له زور زیاتي، زیاتېدونکو محدودیتونو او خپلسرو نیونو سره مخ دي. دا مېرمنې چې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستانې دي، ټينګار کوي، چې طالبان پرې هره ورځ نوي محدودیتونه لګوي،د ښځو لپاره ژوند سخت او کاري چاپېریال تنګېږي. هغوی په ناوړه اقتصادي شرایطو کې د خپلې کورنۍ لاسنیوی کوي، د فشارونو او ناامنۍ له دوامه اندېښمنې دي او وايي که دا وروستی عایداتي فرصت هم ترې واخیستل شي، نه پوهېږي، چې څنګه به ژوند پرمخ یوسي. طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او زده‌کړو پرله پسې محدودیتونه پلي کړي، دغه راز کلپونو، عمومي ځایونو او پارکونو ته یې د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی دی. طالبانو د ۱۴۰۲ کال په سرطان میاشت کې د ښځینه سینګارځایونو د تړلو رسمي بندیز صادر کړ. د پانګونې او سوداګرۍ خونې شمېرې ښيي،چې د دې پرېکړې په پایله کې شاوخوا ۶۰ زره مېرمنې بې روزګاره شوې دي. له هغه مهاله يو شمېر مېرمنو په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې خپل فعالیتونه محدود کړل، خو د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت دا فعالیتونه هم منع کړل او په ځينو سیمو کې یې کور په کور تلاشي پیل کړه؛ داسې یو څه چې د نجونو او مېرمنو اندېښنې یې راپارولې دي. ګڼ شمېر سینګارونکو ویلي وو، چې ځينې مشتریانو یې هم د طالبانو له نفوذه ناوړه ګټه اخیستې او هغوی یې ګواښلي، چې که په ډېرو پیسو یې سینګار نه کړي،ګنې طالبان پرې خبروي. سربېره پر دې، هغه طالب جنګیالي، چې د باج اخیستو لپاره سینګارځایونو ته ورځي، د سینګار ځینې وسایل له مېک‌اپ، د وېښتو رنګ او نور له ځان سره وړي، نو په داسې يو حالت به ډېره سخته وي، چې متشبثې او د ځينو کورنيو سرپرستې مېرمنې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او دغه محدویتونه او ګواښونه به لا هم د افغان میندو او نجونو د خوارځواکۍ لامل شي.

- Advertisment -spot_img