د افغانستان په کډون د لسګونو هېوادونو پر وارداتو د تعرفو د لوړوالي په اړه د امریکا د ولسمشر فرمان له نن رسماً عملي کېږي. د ډونالډ ترمپ په دغه اجرایي فرمان کې له افغانستانه پر وارداتو تعرفه چې په اپریل میاشت کې ۱۰ سلنه ټاکل شوې وه، ۱۵ سلنې ته لوړه کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دغه اقدام په اړه اندېښنه څرګندوي وایي، که څه هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډېره پراخه نهده، خو دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي ویلي: تېر کال افغانستان امریکا ته شاوخوا ۹ میلیونه امریکایي ډالر صادرات درلودل، او په بدل کې یې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي له هغه هېواده وارد کړي دي. ځینې توکي لکه غالۍ، لاسي صنایع او ځینې انتیک وسایل امریکا ته صادرېږي، چې مخکې پرې تعرفه کمه وه، اوس دا تعرفه لوړه شوې ده، زما په اند دا به دغه سوداګري تر یوه حده کمزورې کړي. یو شمېر اقتصاد پوهان هم خبرداری ورکوي، چې د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت ته په پام، ان پر صادراتي توکو یې د تعرفو لږ لوړوالی هم کولای شي ژورې او جدي پایلې ولري. په ورته وخت کې، د ډونالډ ټرمپ دې ورستۍ پرېکړې د نړۍ د یو شمېر نورو هغو هېوادونو غبرګونونه هم پارولي؛ چې ورنه پر وارداتو تعرفه لوړه شوې ده. دا پداسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال د صادراتو د کمښت، سوداګریزو محدودیتونو، ناامنۍ، او د اقتصادي زېربناوو د نشتون په ګډون له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګري هم، د روان کال د اپریل په ۲۴مه، د هند تر واک لاندې کشمیر په پاهلګام سیمه کې تر یو مرګوني برید او له دې امله د هند او پاکستان ترمنځ له تاوتریخوالي ورسته اغېزمنه شوه. د سوداګرو پر مخ د واګه بندر په تړل کېدو سره افغان سوداګر درانه تاوانونه پرې کړل. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې،د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم تر ۶۰ سلنه راکم شوی، چې د اقتصاد پوهانو په باور دا کمښت د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو پر وړاندې د افغانستان د اقتصاد د سخت زیانمن کېدو ښکارندويي کوي.



