دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مڼو لپاره په کور دننه او بهر د بازار موندنې غوښتنه

لوګر کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو خبر ورکړی، چې سږ کال د دغه ولایت په کچه د مڼو حاصلات ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښیي. د یاد ریاست مطبوعاتي مسئول عبدالبصیر شاهد ویلي، چې تېر کال بڼوالو په دغه ولایت کې له خپلو باغونو شاوخوا ۱۸ زره مټریک ټنه مڼې ترلاسه کړې وې. سږ کال د مرکز پُل‌علم په ګډون د ولسوالیو د مڼو حاصلات شاوخوا ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي، چې دا د تېر کال پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي زیاته کړې، روان کال د کرنې او مالدارۍ ریاست د بېلابېلو مؤسسو په مرسته او همدارنګه د بڼوالو په شخصي لګښت، ۷ هکټاره نوي د مڼو او ۳۰۰ جریب د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړي دي. د کرنې ریاست دغه مسئول د مڼو د حاصلاتو ډېرېدو اصلي لامل د نويو باغونو جوړول او بڼوالو ته د بڼوالۍ برخه کې د مسلکي روزنې او ګټورو مشورو ورکول یادوي. بلخوا، د لوګر مېشتو په ګډون د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کړې، چې نه يوازې مڼو، بلکې نورو مېوو ته په کور دننه او بهر مناسب بازارونه پیدا کړي. لوګر د کابل ښار ته نږدې پروت کرنیز ولایت دی، ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

- Advertisment -spot_img