دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا او روسیې ګواښونه؛ امریکا په سمندر کې اوبتلونه ځای پر ځای کوي

د روسیې د یوه چارواکي تر خبرداري وروسته د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په سمندر کې د داسې اوبتلونو د ځای پرځای کولو امر کړی دی چې اټومي وسلې لېږدوي.
ډونالډ ټرمپ د روسیې د امنیت شورا د مرستیال او پخواني ولسمشر دمیتري مدودف د ګواښونو په ځواب کې له خپلو ځواکونو غوښتي چې دا اوبتلونه ځای پرځای کړي.
دمیتري مدودف چې له له دوه زره اتمه تر دوه زره دوولسمه د روسیې ولسمشر و، اوونۍ مخکې په ایکسپاڼه کې لیکلي و ،چې د روسیې لپاره د ډونالډ ټرمپ ضرب الاجلونه بې لارې کوونکي دي او کولی شي هغه ته په کور دننه تر هغه ډېر زیان ورسوي، چې دی یې فکر کوي.
میدودف دا هم ویلي، چې ټرمپ له روسیې سره په دې ضرب الاجلونو لوبې کوي، که هغه پنځوس ورځني وي یا لس ورځني، دی باید دوو شیانو ته پاملرنه وکړي؛ لومړی دا چې روسیه نه اسراییل دی او نه ایران، دوهم هر نوی ضرب الاجل یو ګواښ دی او د جګړې په لور یو ګام دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې امر یې کړی دی په دوو مناسبو ځایونو کې دوه اټومي اوبتلونه ځای پرځای کړي او دا د دې لپاره چې د داسې احمقانه او پاروونکو بیانونو تر شا ډېر څه وي. ټرمپ زیاته کړه چې کلمات ډېر مهم دي او ډېر کله کولی شي چې غیر ارادي نتایجو ته لار پرانیزي، خو په دې هیله چې داسې څه نه وي.
ټرمپ د جولای په اته ویشتمه وویل چې روسیه له ننه تر لسو ورځو پورې وخت لري چې په اوکراین کې اوربند وکړي کنه د تېلو پر اخیستونکو به یې تعرفې ولګول شي. مسکو چې په اوکراین کې د سولې لپاره خپل شرایط اېښي تر اوسه یې د ټرمپ د دې ضرب الاجل په خاطر کوم ګام نه دی اخیستی.
که څه هم د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته مدودف د ټرمپ پرضد سختې خبرې کړې دي، خو له لویه سره مدودف د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري له څليرویشتمې راوروسته چې روسیې اوکراین ته په لسګونو زره پوځیان استولې دي، د لویدیځ پرضد په ښکاره سختې خبرې کوي.
د کرملین منتقدان دی یو بې مسئولیته کس بولي او د ده په خبرو پسې خاندې خو یوشمیر غربي ډیپلوماټان په دې نظر دي چې دا خبرې د کرملین د سیاستوالو د غونډو د نظرونو څرګندونه کوي.

- Advertisment -spot_img