دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یو شمېر ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ او نشتون شکایت کوي

د طالبانو د حکومت ‏د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د لوګر ولایت محمداغې ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید دستګاه او ۱۲۸ میګاولټ امپير سب سټېشن د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د هېواد ۵۰ نورو ولسوالیو ته هم د برېښنا غځولو لړۍ پیل شوې ده. عمر زیاته کړې،چې د ۸۰ نورو ولسوالیو د څېړنې پروسه یې بشپړه کړې او چارې به یې راتلونکي کې پیل شي. نوموړی وایي، افغانستان د لمریزې برېښنا برخه کې پیاوړي ګامونه پورته کړي او هڅه کوي، د هېواد ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسوي. تازه نن د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژه پرانیستل شوه. د طالبانو برېښنا شرکت مسئولینو ویلي، پر دغه پروژه ۳۶میلیونه ۷۴زره ډالره لګښت راځي، چې بشپړېدو سره به یې ۴۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي. برېښنا شرکت داسې مهال ۵۰ نورو ولسوالیو ته د برېښنا غځولو خبره کوي، چې د هېواد د لویو ښارونو په مرکزونو کې هم خلک د برېښنا له پرچاوۍ او نشتون نه شکایت کوي. د ننګرهار په شمول د یو شمېر تودو سیمو اوسېدونکي له برېښنا شرکته غوښتنه کوي، چې لومړی دې د ښاریانو د برېښنا اړتیا پوره او بیا دې نورو ولسوالیو ته دا پروسه وغځوي. دوی وایي په دې شدیده ګرمۍ کې په هرو څلیرویشت ساعتونو کې له څلورو تر پنځه ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې له دې امله یې ګرمۍ ژوند تنګ کړی دی.

- Advertisment -spot_img