برېتانوي رسنیو راپور ورکړی، چې د کارګر ګوند د پخواني مشر جرمي کوربین او خپلواکې غړې زارا سلطانه لخوا د نوي سیاسي ګوند د جوړولو اعلان د هېواد اوږدمهاله دوه ګوندیز سیسټم ولړزاوه. راپور کې راغلي،چې د “ستاسو ګوند” په نوم د یوې ویب پاڼې له پیل څخه یوازې ۴۸ ساعته وروسته، له ۴۰۰ څخه ډېرو خلکو د غړیتوب لپاره نوم لیکنه کړې، چې د کارګر ګوند د غړو شمېر شاوخوا ۳۷۰ زره او محافظه کار ګوند څخه ډېر شو، چې دا یې په انګلستان کې له ټولو لوی سیاسي ګوند جوړ کړ. دغه بې ساری هرکلی، په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې، د دودیزو ګوندونو سره د پراخه نارضایتۍ نښه ګڼل کېږي. کوربین او سلطانه، چې دواړه له کارګر ګوند څخه اېستل شوي اعلان کړی، چې د ګوند نوم به د هغې د غړو لخوا غوره شي او د هغې اصلي هدف به د “بې عدالتۍ” سره مبارزه او د شتمنیو بیا وېش وي. برېتانوي ورځپاڼې انډیپنډنټ، د سیاسي شنونکو پر حواله، دا پیښه یو “سیاسي توپان” وباله چې کولی شي د برېتانیا په سیاست کې تاریخي بدلون راولي. خو، د محافظه کارانو په ګډون، ښي اړخو ګوندونو دا اقدام کم ارزښته بللی او ادعا یې کړې، چې انلاین راجسټریشنونه اصلي غړیتوب نه په ګوته کوي او د دوی لپاره ګواښ نه رامنځته کوي. د ګارډین پر وینا، د ځوانانو لخوا د ګوند پراخه منل، د بشري حقونو مسئلو، د فلسطین ملاتړ او اسرائیلو ته د وسلو د پلور بندولو ټینګار کوي، چې دغه بهیر د برېتانیا په سیاست کې د نسلونو تشه په ګوته کوي. ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که دا دوام ومومي، دوه ګوندیز سیسټم، چې له پیړیو راهیسې په برېتانیا واکمن دی ممکن له جدي ننګونې سره مخ شي.



