د یمن حوثي ډلې ګواښ کړی، چې د هرې هغې کمپنۍ کشتۍ به په سره سمندرګي کې په نښه کړي چې له اسراییلو سره کاروبار کوي. د دې ډلې پوځي ویاند له ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي دا بېړۍ له پام پرته چې په کوم هېواد پورې تړلې وي وېشتل کېږي. ویاند زیاته کړه چې دا د اسراییلو پرضد د دې ډلې د عملیاتو څلورم پړاو دی. ایران پلوې حوثي ډلې د ۲۰۲۳ م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې وروسته له دې، چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوه له حماس سره د خواخوږۍ له مخې پر نړیوالو بېړیو حملې پیل کړې.



