دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عربستان کې د دوو سر نښتو ماشومانو جلا کېدل

عربي رسنیو خبر ورکړی، چې د سعودي د جراحۍ ډاکټرانو په ریاض کې د ملک عبدالله ماشومانو په ځانګړي روغتون کې د دوو سر نښتو غبرګوني ماشومان په بریالیتوب سره جلا کړل. دغه تړلي غبرګوني ماشومان، سیلین او ایلین، چې ۱۷ میاشتې عمر لري، د جلا کولو لپاره له پیچلې جراحي وروسته چې د سینې او ګېډې په ښکته برخه کې سره یوځای شوي وو، جلا شول. نازک او پیچلي جراحي اته ساعته دوام وکړ او په شپږو مرحلو کې د پاچا عبدالله روغتون د مخکښ متخصص ډاکټر عبدالله الربیع لخوا د جراحي، انستیزۍ او نرسنګ په برخو کې د ۳۰ څخه زیاتو متخصصینو په همکارۍ ترسره شوه. د سعودي عربستان د ډاکټرانو دغه ټیم د نړۍ له پرمختللو طبي ټيمونو څخه ګڼل کېږي او له دې مخکې یې هم دا ډول ګڼې بریالۍ جراحي ترسره کړې وې. دوه ګوني ماشومان، د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۲۸ مه په بیروت کې له یوه سالم ورور سره یو ځای زیږېدلي وو، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې سعودي عربستان ته د لېږدولو وروسته په احتیاط سره معاینات ترسره شول. د ۱۷ میاشتني سیلین او ایلین اوسنی حالت ښه بلل شوی او له جراحي وروسته پاملرنې سره د بشپړ رغېدو تمه کېږي.

- Advertisment -spot_img