د هانګ کانګ د چیني پوهنتون څېړونکو یوې نوې ټکنالوژۍ ته انکشاف ورکړی، چې کولای شي له سپوږمۍ څخه اوبه استخراج کړي او بیا یې اکسیجن او کیمیاوي سونتوکو ته واړوي. دا ټکنالوژي د لمر له وړانګو څخه تودوخه تولیدوي او د هغې په مرسته د سپوږمۍ له خاورې څخه اوبه استخراجوي. وروسته له هغو څخه پر اکسیجن او کیمیاوي سون توکو د کاربن ډایاکسایډ د بدلولو لپاره کار اخلي. دا موندنې کولای شي د ژورو فضايي تحقیقاتو لپاره «نوې افقونه پرانیزي»، ځکه دا چارې د دې اړتیا راکموي، چې له ځمکې څخه ګرانبیه منابع لکه اوبه سپوږمۍ ته ولیږدول شي. د دې څېړنې له مخې، سپوږمۍ ته یوازې د یو ګیلن (۳.۷۸ لیتره) اوبو وړل نژدې ۸۳ زره ډالره (۷۱٬۲۳۰ یورو) لګښت لري او هر ستورمزلی هره ورځ شاوخوا څلور ګیلنه (۱۵.۱۴ لیتره) اوبو ته اړتیا لري. لو وانګ، چې د دې څېړنې مشر دی، وایي: «موږ هېڅکله د سپوږمۍ په خاوره کې پټ جادويي ځواک په بشپړه توګه نه و تصور کړی.» خو مقاله د دې یادونه هم کوي چې اوسنۍ لارې چارې د سپوږمۍ له سطحې څخه د اوبو د راایستلو لپاره ډېر پړاوونه لري او ډېره انرژي مصرفوي او په ډېریو کې دا هم معلومه نه ده چې د سون توکو د تولید لپاره څومره کاربن ډایاکسایډ کارول شوی دی. که څه هم دا ټکنالوژي د هیلو څرک برابروي، خو د سپوږمۍ د سختو چاپېریالي شرایطو لکه د تودوخې د شدید بدلون، فضایي وړانګو او ډېرې کمې جاذبې له امله د منابعو استخراج لا هم جدي ننګونه ده. دغه راز، څېړنه ټینګار کوي، چې یوازې هغه کاربن ډایاوکسایډ چې د فضا نوردانو له ساه اخیستو تولیدېږي، دې ته بسنه نه کوي چې د یوې ډلې ستورمزلو ټولې اړتیاوې لکه اوبه، سون توکي او اکسیجن پوره کړي.



