پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبان په بې‌سارې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، چې طالبان د افغان نجونو او مېرمنو حقونه او ازادۍ په بې‌سارې او سمبال شوې بڼې تر پښو لاندې کوي. یاد بنسټ دا څرګندونې پرون شنبه په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلې دي. دغه راپور «په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د جنسیت شاخص» تر عنوان لاندې خپور شوی، راغلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې تر ډېره له ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي ګډونه اېستل شوې دي. راپور کاږي، چې په دغه هېواد کې نږدې له هرو ۱۰ ځوانو مېرمنو ۸ یې له دندو او مسلکي زده‌کړو محرومې دي. نوموړي بنسټ افغانستان د نړۍ دویم هېواد بللی، چې په کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ تر ټولو پراخه جنسیتي تشه موجوده ده. د یادې ادارې د ارزونو له مخې، د روغتیا، تعلیم، مالي لاسرسی او په پرېکړه نیولو کې د ګډون له اړخه د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ ۷۶ سلنه توپیر لیدل کېږي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو له پیاوړتیا او مشارکت پرته دوامداره پرمختګ ممکن نه دی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو له دوام سره په افغانستان کې د بشري حقونو بحران شدید شوی او لا هم نجونې او مېرمنې له زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډونه محرومې دي. ورته مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو له سپکاوي ډک جبري ایستل او د محرم نه لرلو له امله د نجونو د نیولو راپورونو په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

- Advertisment -spot_img