د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د برښنا لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکو له ترکمنستانه هرات ته د ۲۲۰ کیلوولټ وراداتي برېښنا پروژې چارې بشپړې کړې. یاد شرکت زیاته کړې، د وارداتي برېښنا نیمګړې دغې پروژې چارې، چې د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د هرات نورالجهاد سب ستېشن سره نښلوي په ۴۲ کاري ورځو کې بشپړې کړې. یادې پروژې ته د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تخنیکي تجهیزات چمتو شوي وو، خو چارې یې نیمګړې پاتې وې. د دې پروژې بشپړېدو سره به هرات کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.



