د هند د «هېماچل پردېش» د طبیعي پېښو پر وړاندې د مدیریت ادارې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۵ ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شوی دی.
دغې ادارې همدا راز ویلي، چې یاد کسان د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توندو بادونو له امله په رامنځتهشویو ټرافیکي پېښو کې مړي شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې سختو ورښتونو همدا راز تر ۲۹۰ ډېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.
له دې سره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ځايي چارواکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو اورښتونو په اړه خبرداری ورکړی او د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه یې هم کړې ده.
باید وویل شي،چې بارانونه د جون په لومړیو کې هند ته او د جون په وروستیو کې پاکستان ته رسېږي او تر سپټمبر پورې دوام کوي.
کلني موسمي بارانونه د کرنې، خوراکي خوندیتوب او د میلیونونو بزګرانو د ژوند لپاره حیاتي دي، خو دا د سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او د ودانیو د ویجاړېدو لامل هم کېږي.



