له یمن څخه پر یو ځل بیا پر اسرائیلو توغندیز برید شوی دی.
یمن کې د ایرن له ملاتړه برخمنه حوثي ډله له دغه هېواد پر اسراییلو د شویو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخلي. یاده ډله چې د یمن ډېری برخه کنټرولوي، د اسرائیلو پر بېلابېلو سیمو او کښتیو توغندیز بریدونه کوي.
د اسرائیلو پوځ بیا وايي چې له یمن څخه د دوی پر لوري د توغندیز برید سره هممهاله په څو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی او توغندی یې، شنډ کړی دی.
له دې وړاندې له یمن څخه د اسرائیلو پر لوري ویشتل شوي ډېری توغندي یا شنډ شوي او یاهم خپل هدف ته نهدي رسېدلي دي.
یمن کې د حوثي ډله د فلسطین غزې اوسېدونکو پر ملاتړ پر اسرائیلو او اسرائیلي کښتیو وخت ناوخت بریدونه کوي او ټينګار کوي چې دا بریدونه به تر هغو روان وي څو اسرائیلو غزه کې جګړه نهوي درولې.



