دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مکرون: برېتانیه دې د فلسطین له رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون برېتانیې ته د درې ورځني سفر په پیل کې غوښتنه کړې، چې لندن دې د خپلواکه هېواد په توګه د فلسطین له رسمیت پېژندو ملاتړ وکړي.

هغه د برېتانیې د دوو جرګو د غړو پر وړاندې د وینا پرمهال غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې.
نوموړي ټینګار کړی، چې فرانسه او برېتانیه باید د فلسطین د رسمیت پېژندلو پروسې مخ ته وړلو لپاره همکاري وکړي.
د مکرون پر وینا، «منځني ختیځ کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د یوه خپلواکه فلسطیني دولت جوړول دي.»
د فرانسې ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړی، چې دغه حل‌لاره تر بل هر وخت ډېره اوس له ګواښ سره مخ ده.
غزه کې د نښتو پای ته رسولو لپاره د فرانسې او سعودي عربستان د هڅو ترڅنګ، ټاکل شوې وه ملګري ملتونه د فلسطین په رسمیت پېژندلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې حل لپاره یوه غونډه ترسره کړي.
ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د جون له ۱۷ تر ۲۰ نیویارک کې ترسره شي، خو د ایران او اسرائیل ترمنځ د نښتو په دلیل وځنډول شوه.
دې سره، امریکا او اسرائیل د فلسطین رسمیت پېژندلو سره تر نورو ډېر مخالفت ښودلی دی.

- Advertisment -spot_img