شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیل غزې ته د بشري مرستو او خوړو داخلېدو اجازه ورکوي

اسرائیلو هوکړه کړې، چې له څو میاشتني بندیز وروسته د غزې خلکو لپاره د خوړو محدود شمېر بشري مرستو او خوړو ته د دې لپاره اجازه ورکوي، چې پلان لري د غزې شمال او جنوب کې د حماس پر ضد ځمکني عملیات پیل کړي.

د نتانیاهو دفتر ویلي، چې د اسرائیلي پوځ په مشوره او د حماس د ماتولو لپاره د سختو عملیاتو پراخولو اړتیا له مخې،دوی به د غزې خلکو لپاره دومره خوړو ته اجازه ورکړي، چې د لوږي بحران رامنځته نه شي.

دا په داسې حال کې ده،چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پرون یکشنبې د غزې پر لوږې او محاصرې ساتلو سخته نیوکه کړې وه.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د منځني ختیځ د سفر پای ته رسولو پر وخت ویلي وو، چې د غزې خلک وږي دي او باید دواړو خواوو ته پام وشي.

په ورته مهال بیا د فلسطین د روغتیايي چارواکو پر وینا یوازې په تېره اوونۍ کې نږدې ۵۰۰ کسان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې غزه نه یوازې د بشري مرستو او خوړو له بحران سره مخ ده، بلکې د درملو کمښت او د ټپیانو د انتقال لپاره یې ۷۵ سلنه امبولانسونه د سون توکي یا تېل هم نه لري.

پر حماس د اسرائیل پوځ د عملیاتو پراخوالی او د بشري مرستو د لېږد لارې بندولو له امله غواړي فشار راوړي، څو اسرائیلي یرغمل شوي خوشي او پر وینا یې حماس له منځه یوسي.

- Advertisment -spot_img