سه شنبه, دسمبر 9, 2025
سه شنبه, دسمبر 9, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د شیخ زاید پوهنتون ۱۲۰ استادان او کارکوونکي له دندو شړل شوي

د خوست ځايي سرچينو خبر ورکړی، چې طالبانو د شیخ زاید پوهنتون د ۱۲۰ استادانو او اداري کارکوونکو دندې د «تنقیص» په نامه لغوه کړې او هغوی یې له دندو شړلي دي.

سرچینو زياته کړې،چې دغه کسان په رسمي ډول او د طالبانو په امر له دندو ګوښه شوي دي.

د سرچینو پر وینا، دا پرېکړه به د شیخ زاید پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې پلی شي.

سرچینې زیاتوي،چې ډېری له دندو اېستل شوي استادان د ماسټرۍ او دوکتورا اسناد لري او له تېر حکومت راهیسې یې تدریس کاوه.

پر استادانو سربېره، د پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکي هم د «تنقیص» په دغه بهیر کې شامل شوي دي.

ځینو استادانو رسنيو ته ویلي،چې په پوهنتون کې تدریس د دوی یوازینۍ عایداتي سرچینه وه او اوس له بې‌ کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه اقدام تر ډېره د جمهوریت د دورې استادان په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم لسګونه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا اسناد یې لرل، له شیخ زاید پوهنتونه ایستلي وو او پر ځای یې د دیني مدرسو یو شمېر زده‌کوونکي د استادانو په توګه ګومارلي وو.

- Advertisment -spot_img