پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سږ کال د IPL سیالۍ وځنډول شوې

د روان ۲۰۲۵ کال «ای‌پي‌ایل» سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، نن رسمآ وځنډول شوې.

د راپورونو پراساس، د هند کرکټ بورډ (BCCI) له تېرې شپې راهیسې په ټولو ممکنه انتخابونو غور کوي.

د هند کرکټ غوره لیګ ای‌پي‌ایل سیالۍ وروسته له هغې ځنډول کېږي،چې تېره شپه د ډيلي‌کپیټلز او پنجاب‌کېنګز لوبډلو ترمنځ لوبه، د ناامنۍ له امله لغوه اعلان شوه.

هغه لوبه په دارمشاله ښار کې روانه وه،چې امنیتي مسئولینو د لوبې په منځ کې لوبغاړي او نندارچیان له لوبغالي وایستل او ځای یې خوشی کړ.

د یادونې ده،چې پاکستان هم د PSL لیګ د تېرې شپې سیالي د نا امنیو په دلیل ځنډولې او نن پاکستاني رسنیو راپور ورکړی،چې د پي‌سي‌اېل پاتې لوبې به عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.

- Advertisment -spot_img