جمعه, دسمبر 12, 2025
جمعه, دسمبر 12, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان: د هند ۱۲ ډرون مو نسکورې کړې

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د هند ۱۲ بې‌پېلوټه الوتکو له نسکورېدو خبر ورکړی دی.

پاکستاني پوځ د عملیاتو خبره هم کړې او په وینا یې، بېګاه شپه یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ  ویاند احمدشریف چهودري زیاته کړې: « تېره شپه، هند څو ځایونو ته د ډرون الوتکو په لېږلو سره د تیري یو بل عمل وښود. یو ډرون لاهور ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید کړی.»

هند تر اوسه د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي. بل‌خوا د پاکستان ملي اسمبلۍ نن له هند سره د ترینګلتیا زیاتېدو په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا په لړ کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هند ته رسېدلی دی.

نوموړی له هند وړاندې اسلام‌اباد ته تللی و او هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړې.

ټاکل شوې،چې عباس عراقچي به نن له خپل هندي سیال جي شنکر سره وګوري.

- Advertisment -spot_img